افریقا کې د کان نړېدو؛ لسګونه کسان تر خاورو لاندې شوي

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د افریقا په یوه کان کې د ځمکې ښویېدو له امله کان نړېدلی او لسګونه کسان تر خاورو لاندې شوي دي.
د راپورونو له مخې، د ډېرو کسانو د ژوندي پاتې کېدو لا هم هیله شته او د ژغورنې عملیات روان دي.
چارواکي وایي، ښايي د پېښې مرګژوبله لوړه شي، ځکه د ژغورنې ډلې لا هم د خاورو لاندې کسانو د موندلو هڅې کوي.
په افریقا کې تر دې مخکې هم د کانونو د نړېدو ورته پېښو لسګونو کسانو ته مرګژوبله اړولې ده.
د کانونو غیرمعیاري استخراج، د خوندیتوب تدابیرو نه مراعات او د ځمکې ښویېدنه د دغو پېښو له مهمو لاملونو بلل کېږي.
په وروستیو کلونو کې د افریقا په یو شمېر هېوادونو کې د کانونو د نړېدو او چاودنو پېښې تکرار شوې چې وخت ناوخت د ګڼو کسانو د مرګژوبلې لامل کېږي.

