افغانالاصله سمیرا نوا امیني د ډنمارک نوې وزیره وټاکل شوه

د ډنمارک سرپرستې لومړۍ وزیرې، میټ فریدریکسن، خپل درېیم ایتلافي حکومت اعلان کړی چې ورسره د تېر مارچ میاشتې له ټولټاکنو وروسته رامنځته شوی سیاسي ځنډ پای ته رسېدلی دی.
د نوي ۲۱ کسیز حکومت په غړو کې افغانالاصله سمیرا نوا امیني هم شامله ده. نوموړې ته د اقلیم، انرژۍ او ټولنیزو خدمتونو چارو وزارت سپارل شوی دی.
د ډنمارک پارلمان د خپرو شویو معلوماتو له مخې، سمیرا نوا امیني په ۱۹۸۸ کال کې د ډنمارک په البورګ ښار کې د یوې افغانې کډوالې کورنۍ په غېږ کې زېږېدلې او له ۲۰۱۹ کال راهیسې د پارلمان غړې ده. نوموړې د کوپنهاګن له پوهنتون څخه د اقتصاد په برخه کې لوړې زدهکړې کړې دي.
سمیرا نوا امیني د سوشل لیبرال ګوند غړې ده او په کابینه کې یې ټاکنه د ډنمارک په سیاسي ډګر کې د افغانالاصله شخصیتونو د حضور او ونډې مهم پرمختګ بلل کېږي.
د یادونې وړ ده چې د مارچ میاشتې په ټولټاکنو کې ۱۲ ګوندونو پارلمان ته لار موندلې وه، خو هېڅ یوه ګوند مطلق اکثریت نه و ترلاسه کړی. که څه هم سوشل ډیموکرات ګوند تر ټولو ډېرې رایې خپلې کړې وې، خو شنونکي یې پایله د تېرو څو لسیزو له کمزورو انتخاباتي لاستهراوړنو څخه ګڼي.

