افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوداګري په ۲۰۲۶ کال کې له ۲ میلیارد ډالرو اوښتې

د ازبکستان صادرونکو اتحادیې مسوولینو په بلخ کې یوې ناستې ته ویلي، چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوداګریز حجم د ۲۰۲۶ کال په لومړیو اتو میاشتو کې له دوه میلیارد ډالرو اوښتی دی.

د هغوی په وینا، د دواړو هېوادونو سوداګري په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۸۰۰ میلیونه ډالره وه، چې په ۲۰۲۵ کال کې یو میلیارد او ۸۵۰ میلیونو ډالرو ته لوړه شوه.

په همدې حال کې، د بلخ سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ زیاتوالی د اړتیا وړ توکو برابرولو، بیو کنټرول او احتکار مخنیوي لپاره مهم بولي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا