افغانستان او اوزبېکستان د اقتصادي همکاریو پر پراختیا وغږېدل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي، د د قره‌قالپاقستان جمهوریت له لوړپوړي پلاوي سره په لیدنه کې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.

د خونې په خبرپاڼه کې راغلي، دواړو لورو د سوداګرۍ، لېږد را لېږد، پانګونې او سیمه‌ییزو اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا پر لارو چارو بحث کړی او ټینګار یې کړی، چې د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ اقتصادي اړیکې د سیمې د سوداګرۍ او پرمختګ لپاره ځانګړی اهمیت لري.

په دې لیدنه کې د سوداګریزو اسانتیاوو رامنځته کولو، د پانګونې د فرصتونو پراخولو او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور ترمنځ د همکاریو پر زیاتېدو هم خبرې شوې دي.

دواړو خواوو هیله ښودلې، چې د ګډو اقتصادي همکاریو له پراختیا سره به د سوداګرۍ کچه لوړه او د سیمې اقتصادي اړیکې به لا پیاوړې شي.

دکمه بازگشت به بالا