افغانستان او ایران د روغتیايي او اقتصادي همکاریو د پراختیا هڅې کوي

ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې په هرات کې د ایران جنرال قونسل علیرضا مرحمتي ویلي، تهران او د فراه ولایت مسوولین د سرحدي ستونزو د حل، اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او سرحدي سیمو اوسېدونکو ته د لا غوره خدمتونو وړاندې کولو لپاره ګډې هڅې کوي.

د نوموړي په وینا، دواړه لوري ایران ته د افغان ناروغانو د تګ، درملنې او ویزو اسانتیاوو د برابرولو لپاره پر ګډو طرحو کار کوي، څو ناروغان وکولای شي په اسانه ډول روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی پیدا کړي.

مرحمتي همداراز ویلي، ایراني پلاوو افغانستان ته د کرنې، په ځانګړي ډول د پنبې کرکېلې، او د پانګونې فرصتونو د ارزونې په موخه سفرونه کړي دي.

هغه ټینګار کړی، چې ایران له افغانستان سره د اقتصادي او کرنیزو همکاریو پراختیا ته ژمن دی او هڅه کوي په بېلابېلو برخو کې ګډې اړیکې لا پیاوړې شي.

دکمه بازگشت به بالا