افغانستان او ایران د سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره ګډه کاري ډله جوړوي

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې پلاوي له ایراني سیالې خونې سره د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په خبرپاڼه کې ویلي، د دغې خونې د پالیسۍ او له دولت سره اړیکو مرستیال الحاج میراجان سلیمانخېل، د ایران د سوداګرۍ، صنایعو، کانونو او کرنې خونې له مرستیال قدیر قیاف سره په کتنه کې د ګډو پانګونو، ګډ تولید او خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا بحث کړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، دواړو لورو د شته اقتصادي او سوداګریزو ظرفیتونو پر اغېزمنې کارونې، د سوداګرو ترمنځ د مستقیمو اړیکو پر پراختیا او د راکړو ورکړو پر زیاتوالي ټینګار کړی دی.
دواړو خواوو په پای کې د افغانستان او ایران د سوداګرۍ خونو ترمنځ د ګډې کاري ډلې پر جوړولو هم هوکړه کړې، څو د اقتصادي همکاریو د پراختیا او شته سوداګریزو ستونزو د حل لپاره ګډې هڅې منظمې شي.