افغانستان د پاورلیفټنګ نړیوالو سیالیو کې شپږ مډالونه وګټل

د افغانستان د پاورلیفټنګ ملي لوبډلې په بلاروس کې د ۲۰۲۶ کال نړیوالو سیالیو کې د پام وړ ځلېدنه کړې او ټولټال یې شپږ مډالونه ګټلي دي.

د افغانستان د پاورلیفټنګ فدراسیون د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې د لسو هېوادونو ورزشکارانو ګډون کړی و، چې افغان لوبغاړو پکې څلور د سرو زرو، یو د سپینو زرو او یو د برونزو مډال خپل کړ.

په دغو سیالیو کې نوراحمد سخي‌زاده، میرویس رفیع‌زاده، فواد شیرین‌سخن او جابر شیرین‌سخن د سرو زرو مډالونه وګټل.

همداراز روح‌الله خیراندیش د سپینو زرو او حمیدالله کریمي د برونزو مډال ترلاسه کړ.

یادې سیالۍ د مې میاشتې په شپږمه نېټه پیل شوې وې، چې افغانستان پکې له شپږو لوبغاړو او یوه روزونکي سره ګډون کړی و.

پاورلیفټنګ د زور ازمایلو له مهمو ورزشي څانګو څخه شمېرل کېږي، چې ورزشکاران پکې هڅه کوي په درېیو بېلابېلو حرکتونو کې تر ټولو دروند وزن پورته او ثابت کړي.

ورزشي شنونکي د افغان لوبغاړو دغه بریا د هېواد لپاره مهمه لاسته‌راوړنه بولي او ټینګار کوي چې افغان ورزشکاران له محدودو امکاناتو سره سره په نړیوالو ډګرونو کې د پام وړ وړتیا ښيي.

دکمه بازگشت به بالا