جان سینا: لا هم د مینهوالو او رېنګ لپاره زړه تنګوم

د امریکا مشهور لوبغاړی او د مسلکي کشتی پخوانی ستوری جان سینا وایي، له مسلکي کشتی وروسته لا هم له ژوندیو سیالیو او له مینهوالو سره له نږدې لیدو سره مینه لري، خو باور لري چې له رېنګ څخه د وتلو پرېکړه یې سمه وه.
سینا له «People» مجلې سره په خبرو کې ویلي، د کشتی د دورې خاطرې یې نږدې هره ورځ ذهن ته راځي.
هغه د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر کې، له ۲۴ کلونو فعالیت وروسته، له مسلکي کشتی سره مخه ښه وکړه.
نوموړي په دې موده کې ۱۷ ځله د نړۍ اتلولي ګټلې ده.
سینا وایي، د بېرته سیالیو ته ستنېدو پلان نه لري او اوس یې ډېره پاملرنه سینمایي فعالیتونو ته اړولې ده.
هغه په «باربي»، «فاسټ اېکس» او «د سوسایډ سکواډ» په څېر فلمونو کې هم لوبېدلی دی.
نوموړی له WWE سره هم خپلې اړیکې ساتلې او له تقاعد وروسته یې د دغې ادارې په ځینو پروګرامونو او نندارو کې ګډون کړی دی.

