غزه کې د درېکلنې جګړې له امله ۷۴ زره ۲۴۵ فلسطینیان وژل شوي

د غزې روغتیا وزارت وايي، په تېرو درېیو کلونو کې د اسرائیلو په بریدونو کې ۷۴ زره او ۲۴۵ فلسطینیان وژل شوي او سلګونه زره نور ټپیان شوي دي.
د دغه وزارت په وینا، د اسرائیلو او حماس ترمنځ له تېر کال راهیسې د اوربند باوجود په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې ۱،۴۶۲ فلسطینیان وژل شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.
ملګري ملتونه وايي، د غزې شاوخوا ۹۴ سلنه وګړي بیړنۍ سرپناه او لومړنیو توکو ته اړتیا لري او نږدې ۶۵ سلنه کورنۍ په خېمو یا موقتي سرپناوو کې ژوند کوي.
د ملګرو ملتونو په وینا، جګړې د غزې د اوبو، برېښنا، سړکونو او مخابراتو سیستمونه سخت زیانمن کړي او له ۲۰۲۳ کال راهیسې ۹۲ سلنه اقتصادي بنسټونه زیانمن یا ویجاړ شوي دي.
دغه وضعیت د سیمې پر روغتیا، اقتصاد او زدهکړو هم ژور اغېز کړی دی.

