نایجریا کې د پوځي الوتکې غورځېدو ۳۲ کسان مړه شوي

پرون د نایجریا په اوندو ایالت کې یوه پوځي الوتکه غورځېدلې چې له امله یې ۲۵ مسافر او د عملې ۷ غړي وژل شوي دي.

راپورونه وایي، په الوتکه کې ټول ۳۵ کسان سپاره وو او هېڅوک ترې ژوندي نه دي پاتې.

د رویټرز خبري اژانس په راپور کې راغلي، دغه «اې‌ټي‌ار-۴۲» الوتکه له بنین‌سیټي څخه لاګوس ته روانه وه، خو د نامعلوم علت له امله یې اړیکه پرې شوې وه.

د نایجریا ولسمشر بولا تینوبو پر پېښه خواشیني څرګنده کړې او د پېښې د علت معلومولو لپاره یې د بېړنیو څېړنو امر کړی دی.

راپورونه وایي، د غورځېدلې الوتکې ټوټې د ایګبوکودا ساحلي ښار ته څېرمه موندل شوې دي.

تر اوسه د پېښې علت نه دی روښانه شوی، خو څېړنې روانې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا