افغانستان کې سږ کال د پولیو ۲۵ مثبتې پېښې ثبت شوې

د پولیو له منځه وړلو مبارزې بېړني عملیاتي مرکز مسوولین وايي، د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې په ټول افغانستان کې د پولیو ۲۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

مسوولینو دا څرګندونې پنجشنبه په کندهار کې د پولیو مبارزې په اړه خبریالانو ته د پوهاوي او همغږۍ په ناسته کې کړې دي.

هغوی ویلي، د روان کال ثبت شوې شمېرې د تېر کال پرتله زیاتوالی ښيي.

مسوولینو له هېوادوالو او قومي مشرانو غوښتي، هغه ملي واکسین کمپاین چې راتلونکې سه‌شنبه په سوېلي حوزه کې پیلېږي، خپل تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین کړي.

هغوی ټینګار کړی چې د پولیو واکسین ماشومان له دې ناروغۍ څخه ساتي او د ناروغۍ د خپرېدو مخنیوي لپاره د واکسین کمپاینونو کې د کورنیو ګډون مهم دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا