افغان غالیو صنعت؛ له ۱۵ زرو ډېرو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې

د افغاني غالیو تولیدوونکو او صادروونکو اتحادیه وايي، اوس مهال په هېواد کې د غالیو په صنعت کې له ۱۵ زرو ډېر کسانو ته د کار زمینه برابره شوې چې ډېری یې ښځې دي.

د اتحادیې مسوولینو ویلي، افغانستان په میاشتني ډول تر ۱۰ زرو مترو پورې د غالیو د تولید ظرفیت لري او اوس مهال افغان غالۍ د نړۍ ۳۸ هېوادونو ته صادرېږي.

د سرچینې په وینا، اصیلې طرحې، د اوبدونکو مهارت او د طبیعي وړیو کارول هغه عوامل دي چې افغان غالیو ته یې ځانګړی کیفیت ورکړی دی. دغه غالۍ تر ډېره ترکیې، اروپايي او عربي هېوادونو، امریکا او کاناډا ته لېږدول کېږي.

د افغاني غالیو تولیدوونکو او صادروونکو اتحادیې ټینګار کړی چې افغان غالۍ د خپل لوړ کیفیت له امله په نړیوالو بازارونو کې ځانګړی ځای لري.

افغان غالۍ د هېواد د فرهنګي هویت یوه مهمه برخه بلل کېږي چې د طبیعي رنګونو، وړیو او دودیزو طرحو په کارولو سره جوړېږي او د افغانستان د هنر او تاریخ استازیتوب کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا