الجزیرې په غزه کې د خپل تصویر اخیستونکي وژنه وغندله

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د غزې تړانګې په مرکزي برخه کې د البریج کډوالو کمپ پر یوه کور د اسراییلي برید له امله د یوې رسنیزې شبکې تصویراخیستونکی احمد ویشا او د هغه ورور محمد ویشا وژل شوي دي.
یادې رسنۍ د دغه برید غندنه کړې او ویلي یې دي چې احمد ویشا د خپل رسنیز ماموریت پر مهال ژوند له لاسه ورکړی دی. رسنۍ د پېښې د بشپړې څېړنې، د مسوولینو د حسابورکولو او د خبریالانو د خوندیتوب لپاره د جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده.
بلخوا اسراییلي پوځ د برید پخلی کړی او ادعا یې کړې چې احمد ویشا له حماس سره تړاو درلود، خو رسنۍ وایي چې دغه ادعا تر اوسه له کوم مستند ثبوت سره نه ده مل شوې.
دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې په غزه کې د روانو جګړو پر مهال د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د خوندیتوب په اړه اندېښنې لا هم زیاتې شوې دي.

