اوچا: د افغانستان روغتیايي سکټور یوازې ۳۷ سلنه تمویل شوی دی

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، ګرځنده روغتیايي ټیمونه یې د افغانستان بشري مرستو صندوق په ملاتړ د هېواد په لرو پرتو سیمو کې خلکو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.
اوچا ویلي، د روغتیايي سکټور لپاره له اړتیا وړ ۱۹۱ میلیونه ډالرو څخه تر اوسه ۷۱ میلیونه ډالر برابر شوي، چې له مخې یې دغه سکټور یوازې ۳۷ سلنه تمویل شوی دی.

