اڅکزی: د افغانستان جګړې پر مهال په پاکستان کې بهرني کسان روزل کېدل

محمود خان اڅکزی د پاکستان پر حکومت او امنیتي پالیسیو توندې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې په دغه هېواد کې د خراب امنیتي وضعیت اصلي لامل خپله چارواکي دي.

اڅکزي د بلوچستان ایالت په کوېټه ښار کې وروستۍ خونړۍ چاودنې ته په اشارې ویلي، هېڅوک بې له سببه وسله نه اخلي او د ناامنۍ مسوول هغه کسان دي چې د دې وضعیت زمینه یې برابره کړې ده.

نوموړي همداراز ویلي، د افغانستان د جګړې پر مهال په پاکستان کې د بېلابېلو هېوادونو کسان روزل کېدل او هماغه مهال د ترهګرۍ بنسټونه رامنځته شول.

که څه هم اڅکزي په ښکاره د کوم لوري نوم نه دی اخیستی، خو د هغه له څرګندونو داسې ښکاري چې نوموړی د پاکستان پر پوځ او امنیتي ادارو نیوکه کوي او هغوی د اوسني کړکېچ مسوول بولي.

تر دې مخکې هم نوموړي څو ځله د پاکستان پر حکومت او پوځ نیوکې کړې وې او د پالیسۍ د بدلون غوښتنه یې کړې وه. بل لور ته د مولانا فضل الرحمن په ګډون یو شمېر نورو پاکستاني سیاستوالو هم د هېواد پر اوسنیو امنیتي او سیاسي پالیسیو نیوکې کړې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا