ایا موږ آنلاین ژوند لېوني کوي؟

بریجید دلاني، لیکواله او خبریاله، په ګارډین کې په یوه مقاله کې د انسانانو پر ورځني ژوند د ټولنیزو رسنیو اغېز څېړلی او ډیجیټلي نړۍ یې له داسې باغ سره تشبیه کړې چې خلک په پیل کې یوازې د ساعتېرۍ لپاره ورننوتل، خو وروسته یې د ژوند، وخت او هویت مهمه برخه وګرځېده.

نوموړې لیکي، فیسبوک او مای‌سپېس په پیل کې یوازې له ملګرو سره د اړیکو لپاره کارېدل، خو وروسته انسټاګرام، لینکډین او اېکس هم ورسره یوځای شول او ډېری خلک په دې هڅه کې شول چې خپل ډیجیټلي ژوند د نورو له ژوند سره پرتله کړي.

دلاني وايي، ډېری خلک اوس د عاید لپاره پر ټولنیزو رسنیو تکیه کوي او د خوښیو، تبصرو او نورو غبرګونونو اغېز یې پر ځان‌باورۍ او ورځني ژوند هم زیات شوی دی.

د هغې په باور، خلک ورو ورو له واقعي ژوند څخه ډیجیټلي نړۍ ته ډېر تللي او آنلاین حضور ورته د ژوند یوه مهمه برخه ګرځېدلې ده.

د مقالې له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې د ټولنیزو رسنیو له پراخ حضور سره د شخصي حریم ارزښت هم زیات شوی دی.

ځینې کسان هڅه کوي خپل ژوند له مجازي نړۍ لرې وساتي او خپل شخصي وخت او معلومات له نورو سره لږ شریک کړي.

دلاني پایله اخلي چې د ژوند ارزښت باید د خوښیو، لیدنو او آنلاین شهرت له شمېر سره ونه سنجول شي، بلکې انسان باید خپل وخت، شخصي حریم او اړیکې په واقعي نړۍ کې بېرته پیاوړې کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا