ایراني لوړپوړو چارواکو د افغان پلاوي تود هرکلی وکړ

په افغانستان کې د ایران اسلامي جمهوریت سفارت خبر ورکړی چې د ایران د کرنې وزیر او د ایران ـ افغانستان د ګډو اقتصادي همکاریو د کمېسیون ایراني مشر، د اسلامي امارت د لوړپوړي پلاوي هرکلی کړی دی.
د سفارت د معلوماتو له مخې، د افغان پلاوي مشري د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند، کوي. یاد پلاوی د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود، شهید حضرت آیتالله سید علي خامنهیي د جنازې او درناوي مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته سفر کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، د هرکلي پر مهال د دواړو هېوادونو د اړیکو، اقتصادي همکاریو او د ګډو همکاریو د پراختیا پر اهمیت هم ټینګار شوی دی. دغه سفر د افغانستان او ایران ترمنځ د متقابلو اړیکو او دوهاړخیزو همکاریو د دوام په لړ کې مهم بلل کېږي.
ټاکل شوې چې افغان پلاوی د جنازې په رسمي مراسمو کې ګډون وکړي او له یو شمېر ایراني چارواکو سره هم د ګډو ګټو، اقتصادي همکاریو او د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا پیاوړتیا په اړه خبرې او لیدنې ولري.

