ایران د امریکا سختو اقتصادي بندیزونو ته د «پرېکنده ځواب» خبرداری ورکړ

د رویټرز د راپور له مخې، د ایران وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز عبداللهي ویلي چې تهران به د امریکا اقتصادي ګواښونو ته پراخ او پرېکنده غبرګون وښيي.
عبداللهي ویلي، د ایران وسلهوال ځواکونه به هر ډول نوي ګواښ ته «دروند او ویجاړوونکی ځواب» ورکړي.
په ورته وخت کې، د ایران پارلمان مشر محمدباقر قالیباف، چې له امریکا سره د خبرو په بهیر کې د ایران له مهمو مرکچیانو څخه دی، ویلي چې داسې ښکاري واشنګټن دې پایلې ته رسېدلی چې په مستقیمه پوځي مقابله کې بریا ترلاسه کول اسانه نه دي.
قالیباف په عراق کې د خپلو خبرو پر مهال ویلي، ایران باید د هغو بندیزونو پر وړاندې، چې تهران یې ناعادلانه بولي، داسې اقتصادي پلانونه جوړ کړي چې هېواد پرې له فشارونو بریالی ووځي.
نوموړي همداراز ویلي چې امریکا او اسرائیل پر ایران اقتصادي او رواني فشارونه زیات کړي دي.
دا څرګندونې په داسې مهال کېږي چې د امریکا د خزانې وزیر مخکې ویلي وو، که واشنګټن پر ایران اعظمي اقتصادي فشارونه عملي کړي، د پراخو پوځي عملیاتو د بیا پیل احتمال به راکم شي.

