ایران د امریکا پر جنګي بېړیو د ډرون بریدونه کړي

د امریکايي ځواکونو له لوري د یوې ایرانۍ سوداګریزې کښتۍ تر نیول کېدو وروسته، ایراني ځواکونو د امریکا پر څو جنګي بېړیو د ډرون بریدونه کړي دي.

د الجزیرې د راپور له مخې، تر اوسه د دغو بریدونو له امله د زیانونو په اړه رسمي جزییات نه دي خپاره شوي، خو ایراني چارواکو د ورته بریدونو د دوام خبرداری ورکړی دی.

ایراني چارواکو امریکا تورنه کړې چې د اوربند اصول یې تر پښو لاندې کړي او د کښتۍ په نیولو سره یې «سمندري غلا» کړې ده.

بلخوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، کښتۍ په عمان سیمه کې هغه مهال نیول شوې چې له سمندري محاصرې د وتلو هڅه یې کوله.

د دواړو لورو ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو سره، د واشنګټن او تهران ترمنځ د احتمالي مذاکراتو په اړه هم شکونه زیات شوي، چې ټاکل شوې وه اسلام‌آباد کې ترسره شي.

دکمه بازگشت به بالا