ایران په بحرین کې د امریکا پوځي تاسیسات په نښه کړي دي

د واشنګټن او تهران ترمنځ د کړکېچ په دوام، د ایران سپاه پاسداران ویلي چې په بحرین کې یې د امریکا پوځي تاسیسات په نښه کړي دي.

د ایران د سپاه پاسداران په وینا، دغه بریدونه د بحرین په ځینو پوځي اډو کې پر امریکايي تاسیساتو شوي دي.

بلخوا، د بحرین کورنیو چارو وزارت ویلي چې د ایران په تازه بریدونو کې ملکي تاسیسات په نښه شوي او له امله یې اورلګېدنه رامنځته شوې، خو چا ته پکې ځاني زیان نه دی اوښتی.

د دغه هېواد پوځ هم ویلي چې د ایران څو هوايي بریدونه یې شنډ کړي دي.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، بریدونه د بحرین په الرفاع او العوالي پوځي اډو کې شوي دي.

په همدې حال کې، د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ دوام لري.

د امریکا او اسراییلو له لوري پر ایران د احتمالي نویو بریدونو په اړه د چمتووالي راپورونه خپاره شوي، خو ایراني چارواکو خبرداری ورکړی چې د هر ډول برید په صورت کې به پرېکنده او پراخ ځواب ورکړي.

بلخوا، قطر او یو شمېر نور هېوادونه هڅه کوي چې د خبرو اترو له لارې د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ راکم او دواړه لوري مذاکراتو ته وهڅوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا