ایران: په کویټ او بحرین کې مو امریکايي پوځي تاسیسات په نښه کړي

ایراني رسنیو د سپاه پاسداران له قوله راپور ورکړی چې ایران د امریکا د وروستیو پوځي بریدونو په غبرګون کې په کویټ او بحرین کې د امریکا اړوند پوځي تاسیسات په نښه کړي دي.
د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا ویلي، دغه بریدونه د شنبې ورځې د سهار په لومړیو ساعتونو کې وروسته له هغه ترسره شول چې امریکايي ځواکونو د ایران د څارنیزو رادارونو پر ځینو مرکزونو بریدونه وکړل.
د راپور له مخې، سپاه پاسداران ادعا کړې چې د کویټ په خاوره کې د امریکا دوه هوايي اډې او په بحرین کې د امریکا د سمندري ځواکونو پنځمه بېړۍواله قومانده یې هدف ګرځولې ده.
ایراني چارواکي وايي، دا اقدام د امریکا د پوځي عملیاتو په ځواب کې ترسره شوی، خو تر اوسه د امریکا، کویټ او بحرین حکومتونو د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
دغه پرمختګونه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په سیمه کې امنیتي وضعیت لا هم ترینګلی دی او د واشنګټن او تهران ترمنځ کړکېچ د لا زیاتېدو اندېښنې راپارولي دي.

