ایران په کوېټ کې د امریکا درې پوځي اډې هدف وګرځولې

د ایران د اسلامي جمهوریت د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، یو ځل بیا د کوېټ په خاوره کې د امریکا درې پوځي اډې د بېپیلوټه الوتکو په بریدونو کې په نښه شوې دي.
د راپور له مخې، په دغو بریدونو کې د «الدوحه» پوځي اډې د مهماتو او لوژستیکي تجهیزاتو زېرمتونونه، د «علي السالم» هوايي اډې د سونتوکو زېرمې او د «عریفجان» کمپ د مهماتو ګودامونه هدف ګرځېدلي دي.
تسنیم زیاته کړې چې تر اوسه د دغو بریدونو له امله د احتمالي مرګژوبلې یا اوښتو مالي زیانونو په اړه کوم رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.
د پېښې د جزییاتو او احتمالي پایلو په اړه لا هم رسمي ارزونې روانې دي او تر اوسه د امریکا یا کوېټ چارواکو په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

