بامیانو کې ښځینه محبوسینو ته د خیاطۍ تجهیزات وسپارل شول

د بامیانو ولایت مسؤلان وایي، د ښځینه محبوسینو د خیاطۍ روزنیز ټولګي د فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره د لمریزې برېښنا او خیاطۍ اړینو تجهیزاتو مرسته ترلاسه کړې ده.
د بامیانو د زندان مسؤلینو ویلي، په دې مرسته کې شپږ د ۵۸۰ واټه لمریزې تختې، دوه د ۲۰۰ امپیره بیټرۍ، څلور برېښنايي د خیاطۍ ماشینونه او یو درې کیلوواټه انورټر شامل دي، چې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د استفادې لپاره سپارل شوي دي.
د مسؤلینو په وینا، یاد تجهیزات د ملګرو ملتونو د ښځو د ملاتړ ادارې له لوري برابر شوي، څو د برېښنا د پرچاوۍ ستونزه هواره او د ښځینه محبوسینو د مسلکي زدهکړو بهیر په دوامداره توګه پر مخ ولاړ شي.
چارواکي زیاتوي، د دغو تجهیزاتو په فعالېدو سره به د خیاطۍ روزنیز ټولګی په منظم ډول خپلې چارې پر مخ یوسي او ګډونوالې به وکولای شي په مناسبو شرایطو کې خپلې مسلکي زدهکړې بشپړې کړي.

