بانکوک کې د قهوهخانې اورلګېدنه؛ ۲۷ کسان مړه او ۶۳ ټپیان

د تایلنډ په پلازمېنه بانکوک کې د یوې قهوهخانې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۲۷ کسان مړه او ۶۳ نور ټپیان شوي دي.
د تایلنډ لومړي وزیر ویلي، د ټپیانو له ډلې ۲۲ کسان په نازک روغتیايي وضعیت کې دي او تر جدي درملنې لاندې دي.
د چارواکو په وینا، اور د شپې ناوخته ولګېد او لوګي په لنډ وخت کې ټوله ودانۍ ونیوله. د لومړنیو معلوماتو له مخې، یو شمېر مراجعین د ځان ژغورلو لپاره د ودانۍ شا برخې ته تللي وو، خو د وتلو لار یې ونه موندله او له همدې امله د مرګ او ژوبلې کچه لوړه شوه.
اړوندو ادارو د پېښې د علت معلومولو لپاره څېړنې پیل کړې دي.

