بدخشان کې د روسي سیلانیانو له کاروان سره د موټرسایکل ټکر؛ یو موټرسایکلچلوونکی وژل شوی

د بدخشان امنیتي مسوولین وایي، د کشم ـ فیضاباد پر لویه لار د روسي سیلانیانو له کاروان سره د اړوند موټر او یوه موټرسایکل د ټکر له امله یو موټرسایکلچلوونکی وژل شوی دی.
د بدخشان امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول احسانالله ګامګار ویلي، پېښه چهارشنبه د ماسپښین شاوخوا درې بجې د کشم ولسوالۍ په «پل بیګم» سیمه کې شوې ده.
د نوموړي په وینا، د پېښې له امله موټرسایکلچلوونکی ژوند بایللی او جسد یې د نورو څېړنو لپاره د کشم ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوی دی.
ګامګار زیاته کړې، څلور بهرني وګړي، چې یوه ښځه او درې نارینه دي او ویل کېږي روسان دي، له دوو ژباړونکو سره د امنیتي ځواکونو له لوري د څېړنو لپاره نیول شوي دي.
امنیتي مسوولینو د پېښې د څرنګوالي او اصلي لامل په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

