بدخشان کې د هنرمند سلام مفتون مېرمن وژل شوې

د بدخشان ولایت په اشکاشم ولسوالۍ کې د یوه ناپېژانده وسلهوال په برید کې د سیمهییز هنرمند سلام مفتون مېرمن، لیلما وژل شوې ده.
ځايي سرچینو ویلي، پېښه نن پنجشنبه د ثور په ۱۷مه سهار شاوخوا اووه بجې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې نوموړې خپل کاري ځای ته پر لاره وه.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ذبیحالله امیري ویلي، برید د «ښکاري ټوپک» په وسیله ترسره شوی او تر اوسه بریدګر نه دی پېژندل شوی او نه هم نیول شوی دی.
سرچینې زیاتوي، لیلما د ښځو لپاره په ځانګړي رستورانت کې پر دنده بوخته وه. د پېښې انګېزه لا هم روښانه نه ده او د کورنۍ غړو یې تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ویلي، د پېښې د څرنګوالي او عاملینو د پېژندنې لپاره څېړنې پیل شوې دي.





