برازیل کې د چورلکې لوېدو پېښه کې څلور کسان وژل شوي

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د برازیل په ریودوژانیرو ښار کې د یوې چورلکې لوېدو له امله لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، پېښه پرون (شنبه، د اګست ۸مه) د تیجوکا ملي پارک په غرنۍ او ځنګلي سیمه کې شوې ده.
په وژل شویو کسانو کې پیلوټ او د یوې کورنۍ درې کولمبیايي ښځې شاملې دي.
د ریودوژانیرو ښار کې د کولمبیا جنرال قونسل ډیانا پیز ویلي، درې وژل شوې ښځې د یوې کورنۍ غړې وې چې د یوې نجلۍ د ۱۵مې کلیزې نمانځلو لپاره برازیل ته تللې وې.
د معلوماتو له مخې، شپږ کسیزه کورنۍ ځکه جلا شوه چې چورلکه یوازې د درېیو مسافرو لپاره د ناستې ځای درلود.
په پېښه کې د نجلۍ انا، تره او د تره زوی وژل شوي دي.
د ریودوژانیرو ښاروال اډوارډو کاوالیري د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او د چورلکو د سیاحتي الوتنو د لا ډېرې څارنې غوښتنه یې کړې ده.
نوموړي وړاندیز کړی چې د نوي خوندیتوب تدابیرو تر پلي کېدو پورې دې د دغو الوتنو فعالیت یوه یا دوه اوونۍ وځنډول شي.
هغه د برازیل له ملکي هوايي چلند ملي ادارې (ANAC) سره هم د لا ډېرو همغږیو لپاره اړیکه نیولې ده.
په ریودوژانیرو کې د سیاحتي چورلکو الوتنې د ګرځندویانو ترمنځ له مشهورو فعالیتونو ګڼل کېږي؛ خو وروستیو پېښو د الوتنو د خوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
د جون په لومړیو کې هم د دوو چورلکو د ټکر له امله شپږ کسان وژل شوي وو.

