بغلان کې د خټکیو او هندواڼو حاصلات ۱۵ سلنه زیات شوي

د بغلان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي، روان کال په دې ولایت کې د خټکیو او هندواڼو حاصلات د تېر کال په پرتله ۱۵ سلنه زیات شوي دي.

د یاد ریاست د معلوماتي سیستم او مطبوعاتو مسؤل انجنیر ولي امرخېل ویلي، سږ کال پر ۵ زره او ۵۰ هکټاره ځمکه خټکي او هندواڼې کرل شوې او اټکل کېږي چې له دغو کروندو څخه به ۱۵۹ زره او ۷۵ مټریک ټنه حاصلات ترلاسه شي.

د نوموړي په وینا، د اصلاح شویو تخمونو کارول، د کیمیاوي سرو مناسب استعمال، د کرنې نوې طریقې، د نباتي ناروغیو او آفتونو اغېزمن کنټرول او د کرنیزو ځمکو پراختیا د حاصلاتو د زیاتوالي مهم لاملونه دي.

د بغلان د کرنې ریاست ټینګار کړی چې د مناسب اقلیم، حاصل‌خېزې خاورې او لوړ کیفیت له امله د دې ولایت خټکي او هندواڼې د افغانستان له غوره کرنیزو محصولاتو څخه شمېرل کېږي او د هېواد په بازارونو کې ځانګړی ځای لري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا