بلخ کې سخت طوفان؛ برېښنا هم پرې شوې

د بلخ ولایت بېلابېلې سیمې، په ځانګړي ډول د مزارشریف ښار، نن دوشنبه له غرمې وروسته د سخت طوفان شاهدې وې.
د سیمې اوسېدونکي وایي، د طوفان شدت په ځینو برخو کې د خلکو عادي ژوند او تګراتګ ګډوډ کړی او د لنډ مهال لپاره یې ستونزې رامنځته کړې دي.
همداراز د مزارشریف ښار په یو شمېر سیمو کې برېښنا هم د څو ساعتونو لپاره پرې شوې، چې له امله یې د خلکو ورځني فعالیتونه اغېزمن شوي دي.
چارواکو تر اوسه د احتمالي زیانونو په اړه رسمي جزییات نه دي خپاره کړي، خو وایي وضعیت له نږدې څاري.





