بلخ کې یوې مور پنځه ماشومان وزېږول

د بلخ ولایت ابو علي سینا ښوونیز او سیمه‌ییز روغتون کې یوې ۲۸ کلنې مور، نفیسې، په یوه نادره پېښه پنځه ماشومان نړۍ ته راوړي دي.

د روغتون د معلوماتو له مخې، ماشومان له ټاکلي وخته مخکې او په کم وزن زیږېدلي، له همدې امله ټول د نويو زېږېدلو ماشومانو د ځانګړې پاملرنې (NICU) څانګه کې تر دوامدارې طبي څارنې او درملنې لاندې دي.

روغتیايي مسوولین وایي، د مور او ماشومانو روغتیايي وضعیت له نږدې څارل کېږي او متخصص ډاکټران هڅه کوي هغوی ته اړینې طبي اسانتیاوې برابرې کړي، څو روغتیايي حالت یې ښه شي.

د یادونې وړ ده چې د نويو زېږېدلو ماشومانو ځانګړې پاملرنې (NICU) څانګه د بې‌پولې ډاکټرانو (MSF) په ملاتړ فعالیت کوي او له وخت مخکې زیږېدلو او ځانګړې طبي پاملرنې ته اړتیا لرونکو ماشومانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا