تاشکند کې د افغانستان او منځنۍ اسیا پر همکاریو غونډه شوې

د افغانستان د سټراټیژیکو مطالعاتو مرکز ویلي، د یاد مرکز استازو د اوزبېکستان په پلازمېنه تاشکند کې د منځنۍ اسیا د نړۍوال انسټیټیوټ په ګډه غونډه کې ګډون کړی دی.
د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د منځنۍ اسیا او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزو او څو اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي.
ګډونوالو د سیمهییز ثبات، نښلون او د کارپوهانو ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا هم ټینګار کړی دی.





