جلال‌اباد کې د کور چت پرېوتو پنځه کسان مړه کړي

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویلي، جلال‌اباد ښار انګورباغ سیمه کې د یوه کور چت د پرېوتو له امله پنځه کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.

د یاد ریاست په وینا، ټپیان حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د ننګرهار د عامې روغتیا رییس امین‌الله شریف د ټپیانو د لیدنې پر مهال ډاډ ورکړی چې د درملنې لپاره ټول لازم امکانات برابر شوي دي.

دکمه بازگشت به بالا