جوزجان او کندوز کې ۹ کسان د نشه‌يي توکو په تړاو نیول شوي

د جوزجان او کندوز امنیتي ځواکونو د نشه‌يي توکو او الکولي مشروباتو د تولید او قاچاق په تړاو ۹ کسان نیولي دي.

د جوزجان امنیه قوماندانۍ وایي، امنیتي ځواکونو په شبرغان ښار کې د الکولي مشروباتو یوه کارخانه کشف او له منځه وړې او په تړاو یې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان نیولي دي.

بلخوا، د کندوز امنیه قوماندانۍ خبر ورکړی چې امنیتي ځواکونو په چهاردرې ولسوالۍ کې اووه کسان د ۴۸۴ کیلوګرامه تریاکو د قاچاق په تور نیولي دي.

د مسوولینو په وینا، نیول شویو کسانو غوښتل دغه نشه‌يي توکي له بدخشان څخه نورو ولایتونو ته ولېږدوي.

مسوولین وایي، نیول شوي کسان به له لومړنیو پلټنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا