جیسوال: هند له افغانستان سره د اړیکو پراختیا غواړي

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال ویلي، نوي ډیلي هڅه کوي له افغانستان سره خپلې اوږدمهالې اړیکې لا پراخې او د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري پیاوړې کړي.

جیسوال زیاته کړې، د افغان او هندي چارواکو وروستیو لیدنو او ناستو د ګډې همکارۍ پراختیا ته زمینه برابره کړې ده.

د هغه په وینا، دغه تعاملات کولی شي د پراختیا، سوداګرۍ او سیمه‌ییز اتصال په برخو کې د همکاریو کچه لوړه کړي.

هغه ټینګار کړی چې هند له کابل سره د اړیکو لا پیاوړتیا ته لېوالتیا لري.

نوي ډیلي په وروستیو کلونو کې له افغانستان سره د ډیپلوماټیکو اړیکو، بشري مرستو او اقتصادي همکاریو له لارې تعامل ساتلی او د سیمه‌ییز اتصال او اقتصادي همکاریو پر پراختیا هم ټینګار کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا