حمدالله فطرت: بېرته ستنو شوو سوداګرو په افغانستان کې ۶۸ میلیونه ډالر پانګونه کړې ده

حمدالله فطرت وایي، په تېرو څه باندې دوو کلونو کې ۸۹ لویو، منځنیو او کوچنیو سوداګرو او صنعتکارانو هېواد ته بېرته ستانه شوي او د ۶۸ میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت یې پانګونه کړې ده.
فطرت زیاته کړې، یادو سوداګرو او صنعتکارانو ته په مرکز او ولایتونو کې د صنعتي پارکونو په کچه ۲۸۸ جریبه ځمکه هم ورکړل شوې ده.
د نوموړي په وینا، له دغو پانګونو سره په مستقیم ډول له ۴۶۰۰ څخه ډېرو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

