حنفي وایي په افغانستان کې سراسري امنیت ټینګ شوی

مولوي عبدالسلام حنفي وایي، اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته په ټول افغانستان کې سراسري امنیت ټینګ شوی او خلک په امن فضا کې خپل ورځني ژوند ته دوام ورکوي.

نوموړي ویلي، د امنیت په ټینګېدو سره د هېواد د میندو او خویندو د غم ټغر ټول شوی او کورنۍ نور د جګړو، چاودنو او ناامنۍ له امله د خپلو عزیزانو د خوندیتوب په اړه پخوانۍ اندېښنې نه لري.

حنفي ټینګار کړی چې د امنیت ساتنه، د خلکو د سر او مال خوندي کول او د هېواد په ټولو سیمو کې د قانون حاکمیت د اسلامي امارت له اساسي مسوولیتونو څخه دي.

هغه زیاته کړې چې د امنیتي ځواکونو هڅې به د ثبات، عامه هوساینې او دوامدار امن لپاره روانې وي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا