حنفي وایي په افغانستان کې کورنۍ جګړه او انارشي پای ته رسېدلې

مولوي عبدالسلام حنفي، د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال، وايي چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره په افغانستان کې کورنۍ جګړه، انارشي او سیمه‌ییزه واکمني پای ته رسېدلې ده.

حنفي دا څرګندونې د زمري ۲۴مې په مناسبت په لویه جرګه تالار کې جوړو شویو مراسمو ته کړې دي.

هغه ویلي، د اسلامي امارت له واکمنېدو سره هغه ستونزې او کړاوونه پای ته رسېدلي چې افغانستان له کلونو راهیسې ورسره مخ و.

نوموړي د اسلامي امارت د تېرو پنځو کلونو په مهمو فعالیتونو کې د هېواد بیارغونه، نشه‌یي توکو سره مبارزه، د روږدو کسانو درملنه، د شه‍/یدانو کورنیو او معلولینو ته د حقونو ورکړه، له اداري فساد سره مبارزه او په دولتي ادارو کې د کاغذپرانیو کمول یاد کړي دي.

حنفي همداراز د خصوصي سکتور ملاتړ، د کوچنیو، منځنیو او لویو پراختیايي پروژو پلي کېدل، روغتیا او ښوونې ته پاملرنه، سیمه‌ییزو لویو پروژو عملي کېدل، پانګونې، د افغانۍ ارزښت ساتنه او هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو د بهیر مدیریت مهم فعالیتونه بللي دي.

هغه له نړۍ سره د متقابل احترام پر بنسټ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې اسلامي امارت به هېچا ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې د ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو امنیت ته ګواښ پېښ کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا