«دوزخ ته لاړ شه»؛ د لیندسي ګراهام د مړینې په اړه د بهرنیو کاروونکو غبرګونونه

د امریکا د جمهوري غوښتونکي ګوند د سناتور لیندسي ګراهام د مړینې د خبر له خپرېدو وروسته، په ټولنیزه شبکه «ایکس» کې د بهرنیو کاروونکو پراخ غبرګونونه راپارېدلي دي.

د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، ګڼو کاروونکو د ګراهام پخوانیو سیاسي دریځونو، په ځانګړې توګه د اسرائیلو ملاتړ او په منځني ختیځ کې د پوځي اقداماتو ملاتړ ته په اشارې، د هغه د مړینې په اړه منفي نظرونه خپاره کړي دي.

یو شمېر کاروونکو هغه د جګړه‌پالو دریځونو له امله نیولی او ادعا یې کړې چې د هغه سیاستونو د سیمې د شخړو په پراخېدو کې رول درلود. ځینو بیا د منځني ختیځ د سولې لپاره د هغه له نشتون څخه د خوښۍ څرګندونه کړې ده.

ګراهام، چې د امریکا له مخکښو جمهوري غوښتونکو سناتورانو څخه و، په تېرو کلونو کې د ایران پر وړاندې د سخت دریځو سیاستونو، د اسرائیلو د ملاتړ او د پوځي فشارونو د زیاتولو غوښتنه کړې وه.

هغه څو ځله ویلي وو چې که ډیپلوماټیکې لارې او بندیزونه د ایران د اټومي پروګرام په اړه مطلوبه پایله ورنه کړي، نو پوځي انتخاب باید له پامه ونه غورځول شي.

د ټولنیزو شبکو یو شمېر کاروونکو هم د هغه د دغو دریځونو یادونه کړې او ویلي یې دي چې د ګراهام سیاسي فعالیتونه په ځانګړې توګه د منځني ختیځ له کړکېچونو سره تړاو لري.

لیندسي ګراهام په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا له لوري د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک د پخواني قوماندان شهید قاسم سلیماني د وژل کېدو ملاتړ هم کړی و او دغه اقدام یې د واشنګټن له مهمو پرېکړو څخه بللی و.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا