د اسراییلو اپوزیسیون مشر: د امریکا او ایران احتمالي تړون د نتنیاهو د ناکامۍ نښه ده

د اسراییلو د اپوزیسیون مشر یائیر لاپید د امریکا او ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ پر احتمالي هوکړې نیوکه کړې او دا یې د بنیامین نتنیاهو د حکومت د ستراتیژیکو ناکامیو نښه بللې ده.

نوموړي ویلي چې دا ډول هوکړه به د اسراییلو د امنیت لپاره کومه عملي ګټه و نه لري او د اوسني حکومت د پالیسیو کمزوري به لا روښانه کړي. د هغه په وینا، د اسراییلو حکومت د خپلو پوځي او سیاسي لاسته‌راوړنو په پایلو کې د اغېزمن مدیریت توان نه دی ښودلی.

لاپید زیاته کړې چې د اسراییلو راتلونکی حکومت به د اوسني وضعیت د اصلاح او د ستراتیژیک موقعیت د بیا رغونې له سختو ننګونو سره مخ وي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ د نوې هوکړې په اړه بحثونه په اسراییلي سیاسي حلقو کې پراخ شوي دي. ځینې چارواکي دا ډول هڅې د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره فرصت بولي، خو منتقدین یې د اسراییلو د امنیتي اندېښنو له پامه غورځول بللي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا