د اسلامي امارت رهبر: د ټولو شرعي حقونه په هېواد کې خوندي دي

د افغانستان اسلامي امارت زعیم، شیخ هبت‌الله اخندزاده، د لوی اختر په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي چې په اوسني نظام کې هېچا ته د بل پر وړاندې د ظلم اجازه نشته او د ټولو خلکو شرعي حقونه خوندي دي.

په پیغام کې راغلي، اسلامي امارت له نړۍ سره د شریعت د اصولو پر بنسټ سیاسي او اقتصادي اړیکې غواړي او هڅه کوي د متقابل درناوي په فضا کې تعاملات پراخ کړي.

همداراز په پیغام کې ټینګار شوی چې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر فریضه په هېواد کې عملي کېږي او حکومت د یتیمانو، کونډو، بېوزلو او معلولانو د ملاتړ ژمن دی.

شیخ هبت‌الله اخندزاده له حکومتي مسؤلینو غوښتي چې له خلکو سره نرمي وکړي، د هغوی ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي او د ولس پر مخ د ادارو دروازې پرانیستې وساتي.

په پیغام کې له خلکو هم غوښتنه شوې چې د راستنېدونکو کډوالو لاسنیوی وکړي او د هغوی د بېرته ادغام په بهیر کې همکاري وکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا