د افریقا د فلمونو په مراسمو کې له ۵۰۰ ډوډیو جوړ شوی لباس د پام وړ شو

د «افریقا د جادو د لیدونکو د انتخاب» کلني مراسم د نایجریا په لاګوس ښار کې د اکو هوټل کې ترسره شول، چې د افریقا له مهمو سینمایي او فېشن غونډو ګڼل کېږي.

په دې دولسم پړاو کې سلبریټي ستورو، فلم جوړوونکو او د محتوا تولیدوونکو په ځانګړو او ځلېدونکو جامو سره ګډون وکړ او مراسم یې د فېشن په لوی نندارتون بدل کړل.

د واقعیتي تلویزیون ستورې «کوین مرسي آتانګ» تر ټولو بحث‌جوړه څېره وه.

هغې داسې جامې اغوستې وې چې په وینا یې له ۵۰۰ ډوډیو جوړې شوې وې او له دوو همکارانو سره سره غالۍ ته راغله.

نوموړې وویل، دا ډیزاین یې د خپل نانوايي کاروبار د بازارموندنې لپاره جوړ کړی او هدف یې د خپل کاروبار نوې پېژندګلوي وه.

دا ځانګړی سټایل په ټولنیزو شبکو کې پراخ بحثونه راپارولي دي.

دکمه بازگشت به بالا