د افغانستان دفاع وزارت پلاوي په روسیه کې پوځي تمرینونو کې ګډون وکړ

د افغانستان دفاع وزارت لوړپوړي پلاوي، د ګډو تعلیماتو او محاربوي مرکز قوماندان مولوي نصیبالله مدني په مشرۍ، روسیه کې د «Center-2026» په نوم ګډو ستراتېژیکو پوځي تمرینونو کې ګډون کړی دی.
د دفاع وزارت وايي، افغان پلاوي د تمرینونو عملي پړاوونه له نږدې کتلي او د عصري پوځي تجهیزاتو له نندارتونه یې هم لیدنه کړې ده.
په دې نندارتون کې درنې وسلې، بېپیلوټه الوتکې، د لرې واټن ویشتونکي توغندي او روبوټیک سیسټمونه نندارې ته وړاندې شوي وو.
د وزارت په وینا، افغان پلاوي له چین، هند، شمالي کوریا، ویتنام، کولمبیا، ازبکستان، تاجکستان او یو شمېر نورو هېوادونو له پوځي استازو سره هم لیدلي او د دوهاړخیزو اړیکو، پوځي تجربو، مسلکي زدهکړو او ګډې همکارۍ په اړه یې خبرې کړې دي.