د افغان حاجیانو لومړنی کاروان سعودي ته رسېدلی

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، د افغان حاجیانو لومړنی کاروان سعودي عربستان ته رسېدلی دی.
د وزارت په وینا، د یاد کاروان هرکلي ته په ریاض کې د اسلامي امارت سفیر عبد الفتاح حقاني، د اسلامي همکاریو سازمان استازي او د جدې کونسلګرۍ مسوولین ورغلي وو.
سرچینه زیاتوي، حاجیان به د مدینې منورې په نبوي جومات کې د اتو ورځو په موده کې ۴۰ لمونځونه ادا کړي او ترڅنګ به سپېڅلو ځایونو او زیارتونو ته هم ولېږدول شي.





