د امریکا او ایران ترمنځ ۶۰ ورځنی تفاهم پای ته رسېږي

د امریکا او ایران ترمنځ د ۶۰ ورځني تفاهم موده نن (دوشنبه، د اګست ۱۷مه) پای ته رسېږي.
الجزیرې راپور ورکړی چې دواړو لوریو په وروستیو اوونیو کې د تفاهم د ځینو مادو پر عملي کېدو اختلافونه لرلي دي.
ایران ویلي، له امریکا سره د خبرو د بیا پیل په اړه یې لا وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.
د ایران یوه لوړپوړي چارواکي هم ویلي چې د تفاهم د غځولو په اړه تر اوسه خبرې نه دي روانې او واشنګټن باید خپلې پخوانۍ ژمنې عملي کړي.
د ۶۰ ورځني تفاهم موخه د امریکا او ایران ترمنځ د پوځي کړکېچ کمول او د یوې پراخې هوکړې لپاره د خبرو زمینه برابرول وو؛ خو د هرمز تنګي، بندیزونو او د ژمنو د عملي کېدو په اړه اختلافونو د خبرو بهیر له ننګونو سره مخ کړی دی.

