د اوکراین په جګړه کې شاوخوا ۱۲ میلیونه کتابونه له منځه تللي دي

د راپورونو له مخې، د اوکراین پر خپرندویو مرکزونو د روسیې د توغندیزو بریدونو له امله شاوخوا ۱۲ میلیونه کتابونه له منځه تللي دي.
په زیانمنو مرکزونو کې د «کونوي» په نوم یو خپرندوی شرکت هم شامل دی چې اټکل کېږي، د برید پر مهال یې شاوخوا ۱.۳ میلیونه کتابونه له لاسه ورکړي دي.
ځايي رسنیو ویلي، یاد خپرندوی شرکت د شپې مهال په توغندیز برید کې په نښه شوی دی. په وروستیو اوونیو کې پر ۳۵ څخه ډېرو خپرندویو مرکزونو بریدونه شوي دي.
د «کونوي» خپرندویې ادارې مشرې ویکتوریا هایدای ویلي، باور لري چې دغه بریدونه قصدي دي او موخه یې د اوکراین د ملي هویت له منځه وړل دي؛ خو نوموړې ټینګار کړی چې روسیه به په دې هدف کې بریالۍ نه شي.
په کیف کې د «پوچینا» په نوم د دویم لاس کتابونو بازار هم په بریدونو کې زیانمن شوی چې سلګونه هټۍ او ګڼ شمېر ارزښتناک کتابونه پکې له منځه تللي دي.
لیکوالې لیلیا ولیکا د بازار په کنډوالو کې د کتابونو لټون پیل کړی او ویلي یې دي چې کتابونه خلک ژغوري او له لاسه ورکول یې د زړونو له لاسه ورکولو په څېر دي.
د راپورونو له مخې، موزیمونه، هنري ګالري، فلمي سټوډیوګانې، کتابپلورنځي او اوپرا کورونه هم زیانمن شوي او د رغونې لګښت یې شاوخوا ۱۱.۲ میلیونه ډالر اټکل شوی دی.
د اوکراین د کلتور وزیرې تتیانا برژنا ویلي، روسیې له ۱۹۰۰ ډېر میراثي ځایونه او له ۲۰۰۰ ډېر کلتوري بنسټونه په نښه کړي دي.

