د ایران بهرنیو چارو وزارت: د امریکا د تېري پر وړاندې به دفاعي ځواب دوام ولري

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د امریکا له لوري د لارک ټاپو پر ځینو برخو پوځي برید شوی او دغه اقدام یې په کلکه غندلی دی.
وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، برید د ایران ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، د یکشنبې په ماښام، د ۱۴۰۵ کال د وږي پر اتمه، د لارک ټاپو پر ځینو برخو د امریکا په برید کې د ایران یو شمېر مدافع ځواکونه او ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي، او عامه او شخصي شتمنیو ته هم زیان اوښتی دی.
ایراني چارواکو ویلي، وسلهوالو ځواکونو یې د مشروع دفاع حق په کارولو سره په اردن کې د امریکا پوځي اډې په نښه کړې دي؛ هغه اډې چې د ایران پر وړاندې د امریکا په پوځي اقداماتو کې یې د ملاتړ رول درلود.
د ایران بهرنیو چارو وزارت دغه برید د ملګرو ملتونو د منشور له اصولو سره په ټکر کې بللی او د پېښې مسؤلیت یې د امریکا حکومت ته متوجه کړی دی.
وزارت له ملګرو ملتونو سرمنشي او امنیت شورا غوښتي چې د یادو اقداماتو پر وړاندې خپل مسؤلیتونه ترسره کړي او د نړیوالې سولې او امنیت ساتنې لپاره لازم اقدامات وکړي.
ایران همداراز ادعا کړې چې په خلیج فارس او هرمز تنګي کې د بېړیو د تګ راتګ ناامني د امریکا او اسرائیلو د اقداماتو پایله ده او ویلي یې دي چې دغه اقدامات د ۲۰۲۶ کال له فبرورۍ ۲۸مې راهیسې د بریدونو، سمندري محاصرې او نورو اقداماتو له لارې دوام لري.
د ایران بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې وسلهوال ځواکونه به د مشروع دفاع له حق څخه په کار اخیستو کې هېڅ ډول ډډه ونه کړي او هر ډول پوځي اقدام ته به مناسب او پرېکنده ځواب ورکړي.
تهران همداراز ویلي، د بریدونو، سمندري محاصرې او اقتصادي فشارونو د دوام مسؤلیت پر امریکا او هغو هېوادونو هم متوجه دی چې د یادو اقداماتو په چمتو کولو یا عملي کولو کې له واشنګټن سره همکاري کوي.

