د ایران د اسلامي انقلاب رهبر: آیتالله فیاض د نجف د علمي حوزې له تلپاتې څېرو څخه و

د ایران د اسلامي انقلاب رهبر، حضرت آیتالله سید مجتبی خامنهيي، د ستر دیني مرجع آیتاللهالعظمي محمد اسحاق فیاض د مړینې له امله د خواخوږۍ پیغام خپور کړی او دا ضایعه یې د اسلامي نړۍ، علمي حوزو او په ځانګړي ډول د نجف اشرف د مقدسې علمي حوزې لپاره ستره او دردناکه ضایعه بللې ده.
حضرت آیتالله سید مجتبی خامنهيي په خپل پیغام کې د آیتاللهالعظمي محمد اسحاق فیاض علمي، فقهي او دیني خدمتونه ستایلي او ویلي یې دي چې نوموړي د تدریس، د شاګردانو د روزنې، د علمي آثارو د لیکلو او د مؤمنانو د لارښوونې په برخه کې ارزښتناک او نه هېرېدونکي خدمتونه ترسره کړي دي.
په پیغام کې راغلي چې د آیتاللهالعظمي محمد اسحاق فیاض علمي او معنوي میراث به د اسلامي امت لپاره د اوږدې مودې لپاره پاتې وي او د هغه خدمتونه د دیني او علمي ډګر له ارزښتناکو پانګو څخه ګڼل کېږي.
حضرت آیتالله سید مجتبی خامنهيي دغه ستره ضایعه د نجف اشرف علمي حوزې، د مرحوم مقلدانو او مینهوالو، په ځانګړي ډول د افغانستان درانه او زغمناک ولس او د آیتاللهالعظمي محمد اسحاق فیاض درنې کورنۍ ته تسلیت ویلی او د لوی خدای له درباره یې نوموړي ته د لوړو درجو، پراخ رحمت او الهي رضوان دعا کړې ده.

