د ایران ساها هوايي شرکت افغانستان ته منظمې الوتنې پیل کړې

د ایران د ساها هوايي شرکت د افغانستان او ایران ترمنځ خپلې منظمې الوتنې پیل کړې دي. مسوولین وایي، د دغو الوتنو په پیل سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د مسافرو تګ راتګ اسانه، چټک او منظم شي او د هوايي ترانسپورټ په برخه کې به دوه‌اړخیزې اړیکې لا پیاوړې شي.

د مسوولینو په وینا، د الوتنو پیل د افغانستان او ایران ترمنځ د هوايي همکاریو د پراختیا، اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او د سوداګریزو او ولسي تګ راتګ د اسانتیا لپاره مهم ګام بلل کېږي. تمه ده چې دا به د دواړو هېوادونو د سوداګرو، مسافرو او نورو مراجعینو لپاره د سفر مناسب فرصتونه هم برابر کړي.

دا اقدام داسې مهال ترسره کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان او ایران ترمنځ په بېلابېلو اقتصادي، سوداګریزو او ترانسپورټي برخو کې د همکاریو د پراخېدو هڅې چټکې شوې او دواړه لوري د اړیکو پر لا پیاوړتیا ټینګار کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا