د ایران سفیر: له افغانستان سره د نفتو او ګازو په برخه کې همکارۍ پراخوو

په کابل کې د ایران سفیر علي‌رضا بیکدلي له افغانستان سره د نفتو او ګازو، لابراتوار جوړولو او نورو اړوندو برخو کې د همکاریو پراخولو او پیاوړتیا لپاره د خپل هېواد چمتووالی څرګند کړی دی.

د کانونو او پټرولیم وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د پالیسۍ او برنامو مرستیال شیخ‌الحدیث عبدالرحمن قانت پرون په خپل کاري دفتر کې له بیکدلي سره لیدلي او د افغانستان او ایران ترمنځ یې د اقتصادي همکاریو، کاني زېرمو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

بیکدلي په دې لیدنه کې ویلي، ایران غواړي له افغانستان سره په ځانګړي ډول د نفتو او ګازو، لابراتوار جوړولو او نورو اړوندو برخو کې خپلې همکارۍ لا پراخې کړي.

په ورته مهال، عبدالرحمن قانت د ګډ کار په برخه کې د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د هر ډول لازمې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا