د ترکیې استخباراتو مشر کابل او کندهار ته سفر کړی؛ له لوړپوړو چارواکو سره یې لیدلي

د ترکیې د ملي استخباراتو مشر ابراهیم کالین کابل او کندهار ته سفر کړی او د اسلامي امارت له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره یې لیدلي دي.

امنیتي سرچینې وايي، کالین په کابل کې د استخباراتو عمومي ریاست له مشر عبدالحق وثیق، د اقتصادي چارو له مرستیال ملا عبدالغني برادر، دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد او کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني سره کتلي دي.

سرچینې زیاتوي، په دغو لیدنو کې د افغانستان او ترکیې ترمنځ پر امنیتي او استخباراتي همکاریو، د اړیکو پر پیاوړتیا او سیمه‌ییزو بدلونونو خبرې شوې دي.

د سرچینو په وینا، په ناستو کې د امریکا، اسرائیلو او ایران ترمنځ د جګړې په ګډون د سیمې او نړۍ وروستي وضعیت هم ارزول شوی دی.

همداراز د ترهګرۍ، انسان‌تښتونې او نشه‌یي توکو د قاچاق پر وړاندې د ګډې مبارزې پر لارو چارو بحث شوی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا